امنیت

په لوګر کې دوه لومړنی ښوونځي پرانیستل شول

کابل / د کب ۵ مه / باختر
په لوګر کې کوچيانو ته دوه لومړنى ښوونځي جوړ شول چې په راتلونکي تعليمي کال کې ۴٠٠ زده کوونکو ته به د زده کړې زمينه برابره شي.
د لوګر د پوهنې رياست وياند شاهپور عرب باختر آژانس ته وويل چې په پُل علم کې د ميرعلم لومړنى ښوونځی او د عمران خېلو لومړنى ښوونځى د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې د سيمې د خلکو په غوښتنه د پوهنې وزارت له خوا کوچي ماشومانو ته جوړ شوي دي.
هغه زياته کړه چې په ١۴٠٠هجري لمريزکال کې ټاکل شوې ده چې ۴٠٠کوچي ماشومان په یادو ښوونځيو کې د زده کړې په خاطر شامل شي.
سرمؤلف سيد عزيزاحمد هاشمي د خوښى په څرګندولو سره له کوچيانو وغوښتل چې خپل ماشومان د علم او پوهې د زده کړې لپاره په دغو ښوونځيو کې شامل کړي.
د يادونې وړ ده چې په لوګر کې کوچيانو ته يوه ديني مدرسه او ١٧ ښوونځي شته چې ٢٠٠٠زده کوونکي پکې په زده کړه بوخت دي.
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته