امنیت

په لوګر کې د اسلامي امارت د ځانګړې قطعې ۵۰ سرتېرو نظامي زده کړې بشپړې کړې

کابل / د لړم ۱۲ مه / باختر
په لوګر کې د ځانګړې قطعې له ښوونیز مرکز څخه ۵۰ سرتېري له یو میاشتنۍ نظامي زده کړې وروسته فارغ شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د سرتېرو په فراغت غونډه کې د منتظره قطعې استاد ګل فارغو شويو سرتېرو د تېرې یوې میاشتې په موده کې پر نظامي زده کړو سربېره فکري او دیني زده کړې هم کړې دي.
په همدې حال کې د لوګر والي مولوي محمد علي جان احمد وویل چې دغه نظام په ډېرو قربانیو منځته راغلی دی، هغه فارغو شویو سرتېرو ته په خطاب کې وویل: ستاسو زده کړې او زیار زموږ سترګې رڼې کړې او ویاړونه یې را په برخه کړل.
د یادونې وړ ده چې فارغ شوي سرتېري به د لوګر په بېلابېلو ادارو او سیمو کې د ځانګړې قطعې په چوکاټ کې د امنیت د ټينګښت په پار پر دندو وګومارل شي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته