ټولنه

په لوګر کې د اوبو لګولو يو کانال پرانیستل شو

۱۸- کابل / د سلواغې ٢١ مه / باختر
د لوګر والي عبدالقيوم رحيمي نن په دغه ولايت کې د اوبولګولو يو کانال پرانیست.
د لوګر د والي وياند ديدار احمد لونګ د باختر آژانس سيمه یيز خبريال ته وويل چې دغه کانال د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ په زاهد آباد سيمه کې د درې زره مترو په اوږدوالي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له بودجې څخه د ٩ر٩ میليونو افغانيو په لګښت په يو کال کې جوړ شوى دى چې۳ زره ۵۰۰ جريبه ځمکه به خړوبه کړي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته