کابل /د سلواغې ١٦ مه /باختر
په لوګر کې د وزير عبدالملک خان عبدالرحيم زي د بريښنايي ازموينې د مرکز ودانى نن پرانستل شو .
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د لوګر والي عبدالقيوم رحيمي ، د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون د دارالانشا رييس ، د دولتي ادارو رييسانو اويوشمېر مسوولينو ګډون کړې و .
د لوګر والي عبدالقيوم رحيمي وويل چې د بريښنايي ازموينو د مرکز ودانى د اداري اصلاحاتواو د ملکي خدمتونو د کمېسيون له بودجې څخه د ٨ ميليونوافغانيو په لګښت جوړه شوې ده .
رحيمي زياته کړه چې دغه مرکز په ٣٠وکمپيوترونو، جنراتور، انترنت ، تصويري تيلفون، د اداري خونې ، بريښنايي حاضري او په نورو ضروري ملحقاتو سمبال دى .
ختم – ج_ ا