ټولنه

په لوګر کې د دوو نویو ښونځیو ودانۍ پرانیستل شوې

٢٦- پل علم/ د سلواغۍ / ۲۰/ باختر
د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي نن په لوګر کې د دوو ښونځيو ودانۍاو د څښاک د اوبو شپږ څاه ګانې د خوشي په ولسوالۍ کې پرانیستلې .
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب د باختر اژانس خبریال ته وویل چې د لوګر په خوشي ولسوالۍ کې شپږو ښونځیوته د خواجه لغوي او پاینده خیلوکې د څښاک د اوبو د څانو کېندل د اقرار د پروګرام له بودجې څخه د ١٩ اعشاریه ٥ میلیونو افغانیو په لګښت جوړې شوې دي .
عرب زیاته کړه چې د دغو ښونځیو ودانۍ په یو وخت کې د ٨٠٠ زده کوونکو ظرفیت لري او په کې درسي خونې ، د څښاک اوبو څاه ګانې او نور اړین محلقات شته .
اوس په لوګر کې د اقرا د پروګرام په همکارۍ د ښونځیو په برخه کې د یوسلو یوولس پروژو کار دوام لري .
د یادونې وړ ده چې د قلعه جرنیل د لومړني ښونځي ودانۍ د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې ٢٠ ورځې مخکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته