اقتصاد

په لوګر کې د ميوو نوي بڼونه جوړېږي

کابل /د سلواغې ٢٢مه /باختر
د لوګر د کرنې او اوبولګولو رياست مسوولينو په راتلونکې کال کې په دغه ولايت کې په ١٧٠٠جريبه ځمکه کې د نويو بڼونو د جوړولوخبرورکړ.
د لوګر د کرنې او اوبو لګولو رييس عبدالله تسل د باختراژانس سيمه ييزخبريال ته وويل د ميوو د حاصلاتو د زياتوالي او کارموندنې لپاره په راتلونکې کال کې په ١٧٠٠ جريبه ځمکه کې د لوګر په مرکز او ولسواليو کې د ميوو نوي بڼونه جوړېږي.
هغه زياته کړه : يو زرو پنځه سوه بڼونه د بڼوالى او مالدارۍ د پروژې په همکارۍ په ٢٠٠ جريبه ځمکه کې د خلکو په سلوکې په څلويښتو ونډې سره جوړېږي.
تسل په لوګرکې د بڼوالى او کرنې د پراختيا په خاطر د يولړ روزنيزو او لارښوونکو پروګرامونو د عملي کولو خبرورکړ .
د لوګر زيات اوسيدونکي په بڼوالۍ اوکرنې بوخت دي چې په تېرو کلونوکې هم په دغه ولايت کې په سلګونه بڼونه جوړ شوي دي او منې،انګور، زردآلو اوشفتالو په دغه ولايت کې ښه حاصلات درلود.
د لوګر يو بڼوال حيدر وويل چې په يوجريبه ځمکه کې د مڼو يو بڼ لري اوهرکال له هغه څخه ښه عوايد ترلاسه کوي او تراوسه پورې په لوګرکې د کرنې اواوبولګولو رياست له هغه سره کومه همکارى نه دى کړى . خو يوشمېر نوربڼوال د بڼوالۍ په برخه کې د کرنې او اوبولګولود رياست همکارۍ وستايلې .
داپه داسې حال کې ده چې په تېرو څومياشتو کې اړوندومسوولينو په لوګر کې د زراعتي محصولاتو د زياتوالي خبرورکړاوبڼوال د خپلو حاصلاتود ساتنې لپاره معياري سړو خونواو زېرموته اړتيا لري .
ختم _ ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته