خبرونهامنیت

په لوګر کې د نشه يي توکو يوه زېرمه کشف شوه

– کابل / د لیندۍ ۱۳ مه / باختر
د لوګر امنيتي مسوولينو په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د يوې زېرمې د کشف او له منځه وړلو خبر ورکړ.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي د باختر آژانس سيمه یيز خبريال ته وويل چې له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو د ځانګړو عملياتو په پهير کې د نشه يي توکو يوه زېرمه کشف کړه او له هغه څخه يې ۵١٠ کيلوګرامه چرس ترلاسه کړل او ویې سوځول.
احمدزي زياته کړه چې د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې پوليسو په دغو عملياتوکې د نشه يي توکو پر قاچاق وړونکو او پلورونکو ځپنده ګوزارونه کړي دي او په نشه يي توکو د زرګونو ځوانانو د روږديتوب مخه يې نيولې ده.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته