ټولنه

په لوګر کې د نيالګيو د کېنولو کمپاين پيل شو

کابل / د کب ۱۷ مه / باختر
د لوګر والي عبدالقيوم رحيمي نن په دغه ولايت کې د يوه نيالګي په کېنولو سره د نيالګيو د کېنولو کمپاين پيل کړ.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې؛ ټاکل شوې ده تر راتلونکې يوې اوونۍ پورې ٢٠٠ زره ډولي او ميوه لرونکي نيالګي په پل علم ښار او د لوګر په ولسواليو کې کېنول شي.
د لوګر والي عبدالقيوم رحيمي وويل: راځئ د ماين ښخولو پرځاى د واټونو ترڅڼګ نيالګي کېنوو. دغه هېواد باروتو ته نه، بلکې اکسيجن او جوړولو ته اړتيا لري.
د لوګر والي له خلکو څخه وغوښتل چې د هېواد په سمسورتيا او آبادۍ کې ونډه واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېرکال هم ۱۵۰ زره ميوه لرونکي او ډولي نيالګي په دغه ولايت کې کېنول شوي وو.
ختم-ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته