خبرونهښوونه او روزنه

په لوګر کې د يو ښوونځي ودانى پرانستل شوه

٤٣- کابل / ليندۍ ٢٤مه / باختر
د لوګر د محمداغې ولسوالۍ د يو لومړنى ښوونځي نوى ودانى نن پرانستل شوه.
د لوګر د پوهنې رياست وياند شاهپور عرب باختراژانس ته وويل چې د حاجي شيرمحمد کوچى د لومړنى ښوونحي ودانۍ د اقرا د پروګرام له خوا د څه ناڅه ٨ ميليونوافغانيو په لګښت په يو پوړ کې په پاخه اواساسي ډول جوړه شوې ده.
هغه زياته کړه چې دغه ودانۍ ٦ درسي خوني، د څښاک د اوبو څاه او نور ضروري ملحقات لري او په يو وخت کې د ٣٠٠ تنو زده کوونکو ظرفيت لري.
ويل کېږي چې تراوسه په لوګر کې له ٢٧٣ ښوونځيوڅخه په سلو کې ٢٠ يې ودانۍ نه لري .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته