خبرونهښوونه او روزنه

په لوګر کې د ښوونکو بـستونو رقابتي آزموينه واخیستل شوه

کابل/ د ليندۍ لومړۍ / باختر  

د  نجونو او هلکانو په ګډون نږدې درې زره کسانو د ملکي خدمتونو دڅه دپاسه  ۴۰۰ بستونو د ترلاسه کولو لپاره آزموينه ورکړه

د لوګر والي وياند محمد اجمل شاهپور د آزموينې د اخیستلو بهير د شفافيت خبر ورکړ او څرګنده کړه چې دغه آزموينه د ممتازو ځوانانو لپاره يوه ښه فرصت دى چې په دولتي ادارو کې د کارکوونکي او د لوګر په ښوونځيو کې د ښوونکي په توګه وګومارل شي

د لوګر د پوهنې رياست وياند شاهپور عرب باختر آژانس ته وويل چې په دې آزموينه کې ٢٥٥ نجونې او څه دپاسه ۱۶۰۰هلکان هم د ښوونکو په ۳۰۰ بستونو کې د شاملېدو په خاطر په دوو ورځو کې آزموينه ورکړه.

عرب زياته کړه: په لوګر کې ٢٧٣ښوونځي شته چې زرو نورو ښوونکو ته اړتيا ده.

ختم- ج -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته