کابل/ د ليندۍ ٦مه /باختر
د څلور زره ننداره کوونکو په ظرفيت د کرکټ د يو ورزشي ډګر د جوړولوکار نن په لوګر کې پيل شو.
د لوګر د کرکټ بورد مسوول محمد امين احمدزي باختراژانس ته وويل چې دغه لوبغالۍ په محمد اغې ولسوالۍ کې د ديرش جريبه ځمکې په ساحه کې د ماليې اود ښار جوړولو او اراضى د وزارت په مرسته د ٦٥ميليونوافغانيو په لګښت په يونيم کال کې جوړېږي.
احمدزي وويل چې د دغه لوبغالي ترڅنګ د تمرين لپاره د کرکټ يو اکاډمي هم جوړېږي .
په لوګر کې د کرکټ يو لوبغالى شته چې د کرکټ مسوولينو په راتلونکې کال کې په ميعاري ډول د هغه د جوړولو خبر ورکوي.
ختم- ج -اکرم