امنیت

په لوګر کې د یو ولسوال په ګډون ۳ طالبان ووژل شول

کابل/ د سلواغې ۲۸مه/ باختر
د لوګر د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت د بره کي برک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال سیف الله په ګډون ۳ طالبان ووژل شول.
د امنیې قومندانۍ ویاند شاهپور احمدزی وايي چې نن لس نیمې بجې د بره کي برک لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال له ۳ ملګرو سره له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته په سراچه موټر کې ماین لېږداوه چې لاره کې یې پرې چاودنه کړې او پکې ناست ټول کسان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته