خبرونهټولنه

په لوګر کې په روان کال کې ٣٥ ترافيکي پېښې شوې دي

٤٣- کابل/ د سلواغې ٦مه/ باختر
په لوګرکې د يو کال په بهيرکې د موټرچلوونکو بې احتياطي، د ترافيکي قوانينو نه رعايتول او د واټونو د سورکموالى د دغو ٣٥ پېښواصلي علت بلل شوى دى او په دغو پېښو کې ١٨ تنه وژل شوي او څو نور ټپيان شوي دي.
د باخترآژانس خبريال د خبرله مخې؛ د لوګر اوسيدونکو د کابل- لوګر د سړک د دويم لاټ د جوړولو له کار څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې په ترافيکي پېښوکې به يو څه کمښت راشي، هغوى له موټرچلوونکوڅخه وغوښتل په کامل دقت سره ترافيکي قوانين رعايت کړي.
د لوګرد امنیه قوماندانۍ ویاند شاه پوراحمدزي وویل چې تېرکال د کابل – لوګر په لویه لارکې 35 ترافیکي پېښې شوې دي چي په ياد پېښو کې١٨ تنه مړه شوي او 120 نور ټپیان شوي دي.

د لوګر د امنیه قومندانۍ ویاند زیاته کړه؛ که څه هم په لوګر کې د تېرکال په پرتله د ترافیکي پېښو شمېر کم شوی دى ، خو د موټر چلوونکو زيات ګړندى تګ ، بې احتیاطي ، د ترافیکي مقرراتو نه رعايتول او د سړکونو د سورکموالى په دې ولایت کې ترافیکي پېښې رامنځته کړي دي .
هغه زياته کړه د کابل- لوګر د لویې لارې د سړک د دويم لاټ د څه د پاسه ٨٠ سلنه کار په پرمختګ سره ، په لوګر کې ترافیکي پېښې کمې شوې دي.
د پل علم ښاراوسېدونکی، مطیع الله مشعل د ترافیکي پېښو يولامل له ترافیکي قوانینو څخه نه پوهاوى وباله، او زیاته یې کړه چې په لوګر کې زياتره ځوانان پرته له دې چې له موټر چلولو سره بلدتیا ولري، د دغه شان ترافیکي پېښو لامل کېږي. د کابل – لوګر د لویې لارې موټرچلوونکى محمد ولي باختر آژانس ته وویل: د کابل- لوګر په لویه لار کې هره اوونۍ ترافیکي پېښې رامځته کېږي چې زياتره پېښې انساني تلفات او مالي زيان له ځان سره لري.
د نایب امین الله خان روغتون يو موظف ډاکټراحمد الله وویل هره ورځ د يوې يا دوو ترافیکي پېښو قربانیان دغه روغتون ته لېږدول کېږي.
هغه زیاته کړه چې په زياتره مواردو کې ګړندى تګ او د موټرچلوونکو بې احتیاطي د ترافیکي پېښو لامل کېږي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته