روغتیا

په لوګر کې په لسګونو درملتونو نه او روغتیایي مرکزونه وتړل شول

کابل /دسلواغې ۴مه/باختر
په لوګر کې په لسګونو درملتونو نه او روغتیایي مرکزونه د غیر قانوني فعالیت په خاطر وتړل شول.
د رارسېدلو خبرونو له مخې، د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست د څېړنې ډله د خپلو څېړنو په بهیر کې ۳۰ درملتونو نه، کتنځي او نور روغتیایي مرکزونه چې د جواز پرته یې فعالیت کول وتړل.
دغه مرکزونو د پل علم په ښار او د محمداغې، بره کی برک او په خوشي ولسوالیو کې فعالیت کوه.
د لوګر د عامې روغتیا رییس ډاکټر قدرت الله عادل باخترآژانس ته وویل چې د روغتیایي مرکزونو او درملتونو نو د فعالیت او د کاري کیفیت د څرنګوالي په اړه د دوي څېړنې او څارنې دوام لري.
هغه د روغتیایي مرکزونو مسوولینو ته خبرداری ورکړ که چېرې له جواز پرته فعالیت وکړﺉ او خلکو ته بې کیفته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړﺉ له قانوني چلند سره به مخ شئ .
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته