خبرونهامنیت

په لوګر کې چاودنې ۱۵ تنه ټپيان کړل

کابل / د سلواغې ٢۳ مه / باختر
د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ په بازار کې پرون مازيګر په چاودنه کې ١۵ تنه ټپيان شول.
د لوګر د والي وياند ديدار لونګ د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: دغه چاودنه پرون له غرمې وروسته د بره کي برک ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوه چې په پايله کې د پوځيانو په ګډون ۱۵ تنه ټپيان شول.
لونګ زياته کړه: وسله والو طالبانو چاودېدونکي توکي د برېښنا په يوه پایه کې ځاى پرځاى کړي وو او کله چې د ملي اردو سرتېري ساحې ته د هغه د شنډولو په موخه نږدې شول، چاودنه وشوه.
په همدې حال کې د لوګر د ولايتي شورا رييس وويل چې د پېښې ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته