ټولنه

په مزارشريف ښارکې له پنځه سوه کورنيوسره مرسته وشوه

٥٥-کابل / دسلواغې ٨مه /باختر
د مزارشريف ښار يوشمېر اوسيدونکو د دغه ښار په پنځه سوه کورنيوژمني جامې او تاوده خوړه وويشله .
د راټول شويومرستو مسوول ضيا حديد باختراژانس ته وويل چې دغه مرستې د مزارشريف ښار له څلورمې ناحيې څخه راټول شوي و چې په مزارشريف ښار کې په اړو کسانو وويشل شوې.
د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد د دغوخلکود کارونوله امله خوښي څرګنده کړه اوويې ويل هيله لري چې دغه کار بنسټيز شي .
ختم_ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته