کابل / د سلواغې ۹ مه / باختر
د بلخ له٢٢٠ کيلوواټه دستګاه سره د ترکمنستان د برېښنا په نښلېدو سره، په مزارشريف ښار کې د برېښنا د کمښت او پرچاویو ستونزه حل شوې ده.
د بېوزلۍ، جګړې او نا امنيو په چلنجونو سربېره، د برېښنا کمښت او پرچاوۍ د بلخ د خلکو ستونزې زياتې کړې دي، خو درې ورځې وړاندې د ترکمنستان وارداتي برېښنا د دغه ولايت د برېښنا له عمومي شبکې سره وصل شوه.
د بلخ د برېښنا رييس حميدالله حميدي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغه رياست له زياتو هلوځلو وروسته د ترکمنستان وارداتي برېښنا د بلخ له٢٢٠ کيلوواټه دستګاه سره ونښلول شوه چې د مزارشريف ښار د برېښنا د کمښت او پرچاوۍ ستونزه حل شوې ده.
حميدي وويل: له دې وروسته له تخنيکي عوارضو اود غير مترقبه حالاتو پرته د برېښنا د اوږدو پرچاويو ستونزه حل کېږي او برېښنا په دوامدار ډول د بلخ خلکو ته وړاندې کېږي.
ختم-ج-ا