خبرونهامنیتټولنه

په مزارشريف کې د تښتول شوي ماشوم د آزادولو لپاره هلې ځلې دوام لري

کابل/ د لیندۍ٣٠مه/ باختر
د ملي امنيت پخواني رييس په مزارشريف ښار کې نن له تحصن کوونکو سره ولېدل.
د باخترآژانس د سيمه ييزخبريال د خبرله مخې: د ملي امنيت پخواني رييس رحمت الله
نبيل په مزارشريف ښارکې د تحصن کوونکو خيمې ته لاړ او د تښتول شوي ماشوم عبدالرووف نومي له کورنۍ سره يې ولېدل.
رحمت الله نبيل په خپلو خبرو کې له دولت او امنيتي مسوولانو څخه وغوښتل تر څو د دغه ماشوم په آزادولو کې هلې ځلې وکړي.
هغه له تحصن کوونکو سره ژمنه وکړه چې د دوى پيغام به د کورنيو چارو وزير او اړونده بنسټونو ته ورسوي.
د بلخ والي محمد فرهاد عظيم او د کورنيو چارو وزارت سترمعين جنرال عبدالصبور قانع هم په کتنه کې له تحصن کوونکو سره ژمنه وکړه چې د انسان تښتوونکوله منګولو څخه د دغه ماشوم په آزادولو کې هلې ځلي کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه ماشوم له تښتولو څخه څه ناڅه دوه مياشتې تېرې شوي دي او د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د دغه ماشوم په آزادولو کې د پوليسو هلې ځلې دوام لري.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته