خبرونهامنیت

په مزارشریف کې د ملي اردو د سرتېرو پر موټر برید وشو

کابل / د مرغومي٢٣ مه / باختر
ناپېژاندو وسله والو کسانو نن سهار په مزارشریف ښار کې د ملي اردو د سرتېرو د سپرلۍ پر موټر برید وکړ.
د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل باختر آژانس ته وویل چې دوه موټرسایکل سپرو نن سهار د دغه ولایت په مرکز د مزارشریف ښار د پولیسو د څلورمې حوزې په ساحه کې امیري تېلو ټانک ته څېرمه د ملي اردو د سرتېرو پر موټر برید وکړ.
عادل زیاته کړه چې په پېښه کې د ملي اردو پنځه سرتېري ټپیان شول او وسله والو کسانو له ساحې څخه وتښتېدل.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته