فرهنګ

تبصره

کابل باختر دمرغومي لسمه :
په افغانستان کې مطبوعات او رسنۍ اوس د افغانستان په سياسي او ټولنيزژوندانه کې له ځانګړى اغيزمنتوب څخه برخمن دي او دا د مطبوعاتو دکارکوونکو رسالت منده دنده ده چې د خلکو ژبه او د مسوولينو سترګې وي.
دباخترآژانس مبصر ليکي: د افغانستان په سياسي او ټولنيز ژوندانه کې د مطبوعاتو او رسنيو رول ځانګړى ارزښت لري.
د تيرو دولسوکلونو په موده کې په افغانستان کې هيڅ برياليتوب د رسنيو د آزاد کار او د بيان د آزادى په اندازه دلمس وړ نه دى.
دغه بهير د دولت د ملاتړ او زغم ترسيورى لاندې وده کړې ده، سوکاله شوې او اوس دحکومت تر څنګ د يو رکن په توګه ځاى لري.
په بل عبارت  په هيوادکې د بيان آزادى او د رسنيو کارکيداى شي په هيوادکې د نوې دموکراسي د پياوړتيا لپاره د يون د يو ښه پيل په توګه وشمېرل شي .
په اوسني حالت کې چې افغانستان د ډيرو ناخوالوشاهد و؛ د رسنيو او د هغو دکارکوونکو رسالت ځانګړى ارزښت لري چې کولاى شي ټولنه رهبري کړي او د سوکالى اونيکمرغى په لور دخلکو تګلوري وټاکي او لنډ کړي .
ددغه شان  فکر په  وجودکې رسنۍ هغه وخت بريالي وي چې عام مخاطبين پيداکړي يعنې د ټولنيزو ناروغيو لپاره درمل وي نه دا چې په  خپله د ټولنې په وړاندې ودريږي او د ټولنې ترمنځ د ليکو د جوړولو باعث شي.
اوسني فضا او حالت له موږ څخه غوښتنه کوي چې مطبوعاتي کار جنجالي او د احساساتو د راپارولوسبب نه شي، بلکې د وګړنيو هدفونو په تګلوري کې چې د ملي ګټوضمانت کوونکي دي؛ حرکت وکړي. خو له بده مرغه د افغانستان د مطبوعاتو په کورنۍ کې محدودکسان شته چې د هغوى خبره او مخاطبين يو ځانګړى قشرته دى. کارونه يې سليقه يي او چلندونه يې د يو وخت لپاره دي چې دغه حرکت  نه شي کولاى د مطبوعاتو د رسالتمندانه کار تعريف ولري.
په دې وروستيو وختوکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي د مطبوعاتو او رسنيوله يو شمېر کارکوونکو سره غونډه وکړه .
په دې  غونډه کې د ځينو مسئلو په باب چې زموږ دهيواد له ژوندانه او سياسي راتلوونکى سره پيوند درلود؛ د خبرو په ترڅ کې د مطبوعاتو په دننه کې د ځينو ستونزو او نيمګړتياوو په باب هم خبرې وشوې.
دټولوټينګار په دې و چې رسنۍ دې دملي ګټو دکرښې پرمخ حرکت وکړي. داسې حرکت چې قومي، ژبني او سليقوي تعصبات پکې ځاى ونه لري، بلکې ټول په خپلو کارونوکې له ملي ګټوڅخه په تعريف سره پکې عمل وکړي. دلته رسالتمندانه کار دنظر وړ دى چې بايد وشي.
د رسنيوله کارکوونکوسره د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس په وروستيوخبروکې بل ټکي چې کيداى شي د رسنيو د زيات مسلکي کار لپاره د دلګرمى سبب وي؛ د هغو ټولو دوسيو بخښل وچې د يوشمېر رسنيو او د رسنيو د يو شمېرکارکوونکو په پته په عدلي او قضايي مرکزونوکې شته .
دغه کارکولاى شي د رسنيو د هدفمندانه او رسالتمندانه کار په باب د افغانستان دحکومت بل ژمنه او زغم وي او په هيوادکې د مطبوعاتو، رسنيو او د بيان د آزادى موقعيت پياوړى کړي او د کثرت ګرا مطبوعاتو د ملاتړ په لاره کې يون وي.
دلته رسنۍ د خلکو په وړاندې زيات مسووليت منوونکي کيږي او هغوى به د رسالتمندانه او هدفمندانه کار په ترسره کولو سره ځان زيات دخلکوترمنځ ومومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته