ټولنه

په ميدان ورد ګو کې د مرستې رسولو په برخه کې د لسګونو کارګرانو روزنه

کابل/ د وږي٢٤مه / باختر
په ميدان وردګو کې په لسګونو کارګران د مرستې رسولو په برخه کې تر روزنې لاندې ونيول شول.
دغو ځوانانو ته د طبيعي پېښو، بېځايه شويو او د اړو کسانو ته د مرستې رسولو په برخه کې د دريو ورځو لپاره روزنه ورکول کېږي.
د سرې مياشتې د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي په دې روزنيز مرکز کې څه ناڅه ٣٠ کسان ګډون لري .
سره مياشت وايي چې په وخت او دقيق مرستې رسولو لپاره د کارګرانو روزنې ته دوام ورکوي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته