خبرونهامنیت

په ميرامور ولسوالۍ کې د طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول

کابل / د چنګاښ ۲۳مه / باختر

افغان ځواکونو نن سهار د دايکنډي د ميرامور ولسوالۍ د چارصدخانې سیمې پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو بريدونه په شا وتمبول.

د ميرامور ولسوال عارف ياسا باختر آژانس ته وويل چې د شهرستان لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال عصمت او د دايکنډي د ميرامور ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوځي  مسوول محمد علي فدايي په مشرۍ وسله والو طالبانو، د ميرامور د چارصدخانې سيمې د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول او د تلفاتو په ورکولو سره وتښتېدل.

هغه زياته کړه: سيمه اوس د امنيتي او دفاعي ځواکونو تر ادارې لاندې ده.

ميرامور د دايکنډي له امنو ولسواليو څخه وه، خو د روان کال په بهير کې دا پر دغې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو دويم بريد دى چې له ماتې سره مخ شو.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته