کابل / د تلې ۹ مه / باختر
د میدان وردګو والي مولوي رحیم الله محمود په دغه ولایت کې د (خپلواکۍ) تر عنوان لاندې جوړه شوې مشاعره کې وویل چې شاعرانو په جهاد کې پوره ونډه لرله او د خپلو شعرونو پر مټ یې فکري او ذهني رغونه کوله.
په دغه ولایت کې د دعوت او ارشاد اداري رییس مولوي محمد عالم ناصح وویل چې لیکوالان او شاعران سړه جګړه مخته وړي او په خبره یې دوی باید د یتیمانو او کونډو اوښکې په لیکنو کې منعکسې کړي.
په یاده مشاعره کې د هېواد له ګوټ ـ ګوټ څخه وتلو او منلو شاعرانو د شعر او ترنم پر ژبه د اسلامي امارت له چارواکو د عدالت پلي کېدو، بیت المال ساتنې او د ډیورنډ فرضي کرښې د برخلیک غوښتنې وکړې.
ن/ر