۳۸- کابل / د سلواغې ٧ مه / باختر
د میدان وردګو په مرکز کې پرون په کروناویروس د اخته کسانو د درملنې۳۰ بستریز روغتون پرانیستل شو.
د میدان وردګو د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد سالم اصغرخېل باختر آژانس ته وویل چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت په مرکز کې په کروناویروس د اخته کسانو د درملنې ۳۰ بستریز روغتون پرانیستل شو.
هغه وویل چې دغه روغتون د مالیې وزارت له بودجې څخه د ۱۱۰ زرو امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.
پای/ع
9 د یوې دقیقې څخه لږ