کابل /د مرغومي ۲۴مه /باختر
د مرستندوي بنسټ دي، ار، سی په میدان وردګوکې له څه دپاسه ۲۰۰اړوکورنیو سره د نغدو پیسومرسته وکړه .
په دې پړاو کې له ١۰۲کورنیو سره مرسته شوې ده چې په هرې کورنۍ څه دپاسه ۳۲۰۰۰ افغانی ویشل شوي دي.
دغه کورنی د میدان وردګو د بهسودو د لومړي برخې ولسوالی اوسیدونکي دي چې د وزګارتیا او بېوزلی له امله په اقتصادي ستونزو اخته شوي دي.
د میدان وردګو یو سیمه ییزمسوول باختراژانس ته وویل چې په میدان وردګوولایت کې د کورنیواوبهرنیو مرستندویو بنسټونوله خوا له اړو کورنیو سره د مرستې بهیر دوام لري.
ج-ا