خبرونهاقتصاد

په میدان وردګو کې کرنیزې ځمکې د سېلاو له خطر څخه خوندي شوې

۹- کابل / د مرغومي ۱۵مه / باختر
د میدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ کې د یو ساتنیز دېوال په جوړېدو سره لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې د سېلاو له خطر څخه خوندي شوې.
د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست یو مسوول وویل چې دغه دېوال د ۶۲۰ مترو په اوږدوالي د څه دپاسه ۵ میلیونو افغانیو په لګښت د دغې ولسوالۍ د سیند ترڅنګ جوړ شوی دی.
خبرځای زیاته کړه چې د دغه دېوال په جوړېدو سره، کرنیزې ځمکې له موسمي سېلاوونو څخه خوندي شوې.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته