امنیت

په نشه يي توکوسلګونوروږدي کسان له فراه ښارڅخه راټول شول

کابل / د تلې / ۲۶ / باختر
د تېرې یوې میاشتې په بهیرکې په نشه يي توکو څه نا څه ۵۰۰ روږدي کسان د فراه ښارله بېلابېلو ناحیوڅخه د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د منسوبینوله لوري را ټول او د درملنې او روغتیا ساتنې لپاره د روږدي کسانو روغتون ته لېږدول شوي دي.
د فراه امنیه قوماندان مولوي ادریس باخترآژانس ته وویل چې دغه روږدي کسان د تېرې یوې میاشتې په بهیرکې د فراه ښارله بېلا بېلوناحیوڅخه راټول شوي دي او د درملنې لپاره د روږدو کسانوروغتیايي مرکزته ولېږدول شول.
هغه وویل چې د فراه ولایت ملي سوداګرو د خپل بشردوستانه اوښه نيت لپاره د روږدوکسانود ښه ساتنې په خاطر د خوراکي توکو د برابرولو لپاره ۱۰۰ بوری اوړه د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ته سپارلي دي.
ادریس زیاته کړه چې د فراه ښارله ناحیوڅخه په نشه يي توکود نورو روږدوکسانود راټولولوبهیردوام لري.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته