ټولنه

په ننګرهارکې اړو کورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل

کابل/ د مرغومي ٢مه / باختر
په ننګرهار کې په زرو اړو کورنيو خوراکې توکي وويشل شول.
زياتره دغه کورنۍ د جګړو او د طبيعي پېښو په دليل په ښارونو کې ځاى پرځاى شوي دي او مرستو ته اړتيا لري.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې پړاو کې لعل پورې ولسوالۍ کې زرو کورنيو اوړه ، د ماشومانو لپاره مغزي توکي او مالګه ترلاسه کړي.
دغه مرستې د نړۍ د خوړو سازمان له خوا برابرې شوې وې .
خبرپاڼه زياتوي چې په ننګرهار کې په اړو کورنيو د مرستې بهير دوام لري.
پاى \ \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته