کابل/باختر/ د چنګاښ ۴ مه
د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو له لورې پیل شوي چاڼیز عملیات له لاسته راوړنو ډک دي.
چارواکي وايي چې یاد عملیات د ډاډمن امنیت او د ښې حکومتوالۍ د رامنځته کېدوپه موخه پیل شوي، چې لا هم په بریالیتوب سره دوام لري.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د مطبوعاتو مسوول محمد هارون یوسفزي د باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په ترسره شویو عملیاتو کې په تېرو څلر ویشتو ساعتو کې یو وسله وال طالب له یو کلاشینکوف سره د سولې له بهیر سره یوځای شوی دى..پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ