امنیت

په ننګرهارکې د داعشیانواو طالبانو د ډلې څلورغړي ونیول شول

کابل / د غبرګولي ۲۳ / باختر
د ملي امنیت ځواکونو په افغانستان کې د داعشیانو او طالبانو د ډلې د ۴ غړو د نیول کېدوخبرورکړ.
دغه کسان تېره شپه او نن سهار د ښاراو یوشمېرولسوالیوکې نیول شوي دي.
د ننګرهارد ملي امنیت یوې سرچېنې باخترآژانس ته وویل چې دغه ۴ تنه په تروریستي فعالیتونوبوخت وو چې وپېژندل شول او ونیول شول.
نیول شوي کسان په لومړنيوتحقیقاتوکې د داعشیانواو طالبانو په ډله کې په غړیتوب او په ننګرهارکې په څو ډاراچوونکوپېښوکې پر ګډون اعتراف کړی دی.
داعشیانواو طالبانو په اړه څه نه دي ویلي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته