امنیت

په ننګرهارکې د دولتي کارکوونکو د ترور مامور ونيول شو

کابل/ د مرغومي٢٨مه / باختر
د وسله والو طالبانو يو غړى چي ويل کېږي په ننګرهار کې د دولتي کارکوونکو مامور و، ونيول شو.
اعتبارګل تېره شپه د ملي امنيت د مامورانو په عملياتو کې د ننګرهار له مرکز جلال آباد ښار څخه ونيول شو.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل؛ د وسله والو طالبانو دغه غړى په جلال آباد ښارکې د دولتي کارکوونکو د کورونو په مشخصولو بوخت و چې ونيول شو.
اعتبارګل د ملي امنيت د مامورانو په لومړنيو تحقيقاتو کې د وسله والو طالبانو په ډله کې پرخپل غړيتوب اعتراف وکړ او ويې ويل د دې ډلې په لارښوونه د دولتي کارکوونکو د وژنې په خاطر ګومارل شوى و.
هغه وويل کله يې چې غوښتل د يوشمېر دولتي کارکوونکو کورونه په نښه کړي، ونيول شو.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې هدفمندې وژنې په افغانستان کې زياتې شوي دي.
د افغانستان حکومتي مقامات وايي د دغو وژنو ترشا د طالبانو ډلې لاس دى، خو دغه ډله دغه ادعا ردوي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته