خبرونهامنیتفرهنګ

په ننګرهارکې د سرتیرو د اخترپه مناسبت د مشاعرې غونډه جوړه شوه

کابل / د زمري لومړۍ / باختر

د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د سرتیرو د اخترپه مناسبت د مشاعرې غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې یوشمېرشاعرانوخپل شعرونه چې زياتره يې دهېواد پوځيانودستايلواو د سولې غوښتنې وې ولوستل.

دغه شاعران له افغانستان څخه د بهرنیوځواکونو وتلو ته په اشارې سره له طالبانوڅخه وغوښتل چې له ورانکاری څخه لاس واخلي او د سولې خبرې اترې پیل کړي.

د باخترآژانس د خبرله مخې، شاعرانوپه دې غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له نظام او د هېواد له  امنیتي ځواکونوڅخه خپل ملاتړاعلام کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته