امنیت

په ننګرهارکې د نرسانو او قابله ګانو په ښوونیز مرکز برید شوی

جلال اباد باختر د زمري ۴ مه
د ننګرهار ولایت  د جلال اباد ښار د دریېمې  ناحیې د عربانو د ګولای  په سیمه  کې د نرسانو او  قابله ګانو په ښوونیز مرکز وسله وال برید  شوی.
ځايي چارواکي وايي چې دغه  برید نن سهار شاوخوا یولس  بجې  شوی چې  تر دې مهاله په  کې  څلور  چاودنې  شوي دي.
د ننګرهار د  والي ویاند عطاءالله خوږياڼي د  پېښې  پخلی  کړی خو د نورو  جزیاتو په  اړه یې  څه نه  دي ویلي.
بل خوا د ننګرهار د عامې  روغتیا ویاند انعام الله میاخیل د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته ویلي  چې  د پېښې له سیمې څخه ټول قابله ګان او نرسان امن سیمې ته لېږدول شوي دي.
ویل کېږي  چې وسله وال ودانۍ ته ننوتي دي  خو د امنیتي ځواکونو له خوا سیمه  کلابنده شوې  ده او  نښته لا هم روانه ده.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته