ټولنه

په ننګرهارکې لسګونو بېوزلو کورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل

کابل/باختر/ د زمري٢مه
د ٢٠٠ زرو افغانيو په ارزښت خوراکي توکي پرون د ننګرهار پر ٧١ بې وزلو کورنيو ووېشل شول .
د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د عامه اطلاعاتو ادارې باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه خوراکي توکي د کليو د بيارغاونې او پرمختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام د زېرمو له لارې د ننګرهار د کامې ولسوالۍ پر ٧١ مستحقو او بېوزلو کورنيو ووېشل شول.
ختم- ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته