ټولنه

په ننګرهارکې يوشمېر کورنيو مرستې ترلاسه کړې

کابل /د مرغومي ٢٨مه /باختر
په ننګرهار کې له زرو اړو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه .
دغه کورنى په سپين غر ولسوالۍ کې ژوند کوي او د جګړو او د کرونا ويروس د خپرېدو په بهير کې زيات زيانونه لېدلي دي.
د ننګرهار د رسنيودفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې دوره کې په هرې کورنى له دوو څخه تر دريو مياشتو اړتياو پورې اوړه ، غوړي، دال اومالګه وويشل شوه .
دغه مرستې د نړۍ د خوړو سازمان له خوا شوي دي .
ختم _ ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته