روغتیا

په ننګرهارکې په زرګونو کیلوګرامه بې کیفیته او تېرتاریخ خوراکي توکي کشف شول

کابل / د تلې / ۲۱ / باختر
په ننګرهارکې په زرګونوکیلوګرامه بې کیفیته او تېرتاریخ خوراکي توکي کشف شول.
دغه توکي د ځانګړې ډلې د څارنې په بهیرکې له یومارکیت څخه کشف او ضبط شول.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست یومسوول چې په بازارکې د مالونو د کیفیت د څارنې مامور دی باخترآژانس ته وویل چې له دغه مارکیت څخه ۱۶۰۰۰ کیلوګرامه بې کیفیته او تېرتاریخ خوراکي توکي او د مینځلومایع ترلاسه شوي دي.
هغه پلورونکو ته خبرداری ورکړکه د بې کیفیته او تېرتاریخ توکو په پلورنې لاس پورې کړي مجازات کېږي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته