اقتصاد

په ننګرهارکې څو پلورنځي د سرغړونې په دلیل تړل شوي او جریمه شوي دي

کابل / د تلې / ۲۳ / باختر
په ننګرهارکې څو پلورنځي د سرغړونې په دلیل د څارنې ډلې په لارښونه تړل شوي او نغدي جریمه شوي دي.
دغو پلورونکو د ګران پلورنې او د بې کیفیت او تېرتاریخ توکو د پلورنې په دلیل د ځانګړې ډلې د څارنې په بهیرکې مجازات شول.
د څارونکو په ډلو کې د ښاروالۍ ، عامې روغتیا او د څارنوالۍ استازو شتون لري.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست یوه مسوول باختراژانس ته وویل چې د پلورنځيود څارنې بهیردوام لري.
هغه پلورونکو ته خبرداری ورکړکه په سرغړونې لاس پورې کړي مجازات کېږي.
زیاتره هغه پلورونکي چې مجازات شوي دي درملتونونه او د خوراکي توکوهټیوال دي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته