ورزش

په ننګرهار او لغمان کې د کرکټ ولایتي لوبو لپاره لوبډلې اعلام شوې

– کابل/ د سلواغې٢٨/ باختر
ننګرهار او لغمان ولایتونو د کرکټ دويمه درجه ولایتي لوبو ته خپلې لوبډلې اعلام کړې. دغه لوبې په خوست او ننګرهار ولایتو کې ترسره کېږي.
په هره لوبډله کې ١٥ کسان لوبېږي.
ننګرهارپه خپل ګروپ کې له فراه، پکتیا او زابل ولایتونو سره لوبې کوي او لغمان بیا په خپل ګروپ کې له کابل، هرات او بلخ ولایتونو لوبډلو سره میدان ته وځي.
ټاکل شوې، چې د کرکټ دويمه درجه ولایتي لوبې د فبرورۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه په څلور ګروپونو کې د شپاړلس ولایتونو د لوبډلو تر منځ پيل شي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته