خبرونهامنیت

په ننګرهار کې آزاد شويو طالبانو جګړې ته مخه کړې ده

۲۳- کابل / د مرغومي۱۵مه / باختر
د وسله والو طالبانو يو قوماندان چې له جېل څخه آزاد شوی و، له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شو.
د وسله والو طالبانو يو قوماندان چې نوي د حکومت له جېل څخه آزاد شوی و، په ننګرهار کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شو.
ملا عمر تېره شپه کله چې د بټي کوټ ولسوالۍ بازار ته څېرمه په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و، د هوايي ځواکونو له خوا پرې بريد وشو او له ١٢ ملګرو سره یې ووژل شو.
هغه چې د زرګونو نورو طالبانو ترڅنګ له طالبانو ډلې سره د افغانستان د حکومت له موافقې وروسته له جېل څخه آزاد شوی و، ويل کېږي چې بېرته د جګړې ډګر ته ستون شوی و.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياني باختر آژانس ته وويل چې پر ملا عمر او افراد يې هغه وخت هوايي بريد وشو چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د افغانستان حکومت په دې وروستيو کې اعلام وکړ چې له جېل څخه ۷۰ سلنه آزاد شوي طالبان بېرته جګړې ته مخه کړې ده او په هېواد کې په تروريستي فعاليتونو بوخت دي.
ختم- ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته