ټولنه

په ننګرهار کې اړو کورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل

– کابل / د کب ۳ مه / باختر
په ننګرهارکې پر زرو اړو کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول.
دغه کورنۍ په خوږياڼيو ولسوالۍ کې د جګړو، د کروناويروس د خپرېدو او طبيعي پيښو له امله زيانمنې شوې دي.
د خوړو نړيوال سازمان نن له زرو اړو کورنيو سره مرسته وکړه.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه توکي پر هر کورنۍ له درېو تر شپږ مياشتو پورې په پام کې نيول شوي دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته