خبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په ننګرهار کې ترهګریز بریدونه او د خلکو اند ېښنې

 کابل / د کب ۱۴مه / باختر

وړمه ورځ په ننګرهار کې د یو خصوصي ټلویزیون پر ښځینه وو کارکوونکو برید وشو او په دغه برید کې درې کارکوونکې ووژل شوې. همدارنګه نن سهار پر یوې ډاکټرې، چې دندې ته روانه وه، برید وشو او ژوند یې بایلود. څه موده وړاندې پر خبریالې او ویاندې ملالې میوند هم ترهګرو برید کړی و او هغه یې په خورا بې رحمۍ وژلې وه. دغو بریدونو د ننګرهاریانو او په ټوله کې د افغانانو کلکې اندېښنې راپارولې دي.

د باختر آژانس مفسر دغو اندېښنو ته کتنه کړې ده او لیکي:

د وروستیو ترسره شویو بریدونو په اړه څو ټکي د یادولو دي: لومړی دا چې د هر انسان وژنه د اندېښنې وړ ده، که هغه ښځه وي یا نارینه، کوچنی وي یا ځوان او سپین ږیری. اسلام سپېڅلي دین د یو بې ګناه انسان وژنه د ټول عالم او بشر وژنه ګڼلې ده. یانې که څوک یو بې ګناه انسان ووژني؛ نو مانا یې دا ده چې ټول بشریت یې وژلی دی. د پښتو ژبې ستر شاعر او لیکوال ارواښاد استاد ګل پاچا الفت وایي:

زړه یې مه بوله تور کاڼی د صحرا دی

په لیدو د زخمي زړه چې زخمي نه شي

او یا:

نه ښایي انسان ته چې د بل په غم غمجن نه شي

لویه بدبختي ده چې څوک نه ژاړي له چا سره

دویم ټکی دا دی چې دا بریدونه پر ښځو شوي دي. افغاني ټولنه له تاریخي پلوه یوه دودیزه ټولنه ده او خلک یې خپلو ارزښتونو او دودونو ته سخت ژمن دي. په افغاني ټولنه کې ښځې له هر ډول بریده خوندي دي. آن په ډېرو سختو دښمنیو او بدیو کې هم چا پر ښځو برید نه دی کړی او که کوم چا به فرصت ترلاسه کړ چې له دښمنه غچ واخلي؛ خو چې له هغه سره به ښځه وه، نو بیا یې پرې برید نه کاوه او که چا به ترې وپوښتل چې ښه فرصت لاس ته درغلی و، ولې دې ترې ګټه وانه خیسته؛ نو هغه به ورته وویل: ښځه ورسره وه او شرم و څنګه مې پرې برید کړی وای.

درېم ټکی دا دی چې دا بریدونه پر ښځینه وو خبریالانو شوي دي. خبریالان له سیاست او پوځي چارو سره سرو کار نه لري. دوی یوازې خلکو ته خبرونه رسوي او پرمهم پېښو یې خبروي. خبریالان په خپل رسنیز کار کې د ژورنالیزم اصول رعایتوي او خبرونه او رپوټونه یې بې پرې دي.

څلورم ټکی دا دی چې دا بریدونه د جلال آباد ښار په یوه داسې سیمه کې شوي دي چې هلته د خلکو ګڼه ګوڼه زښته ډېره ده. د خلکو په دغه راز ګڼه ګوڼه کې یو څوک وسله راباسي، پرښځو برید کوي او تښتي. پوښتنه دا ده چې ولي په دغه ځای کې راټول خلک غبرګون نه ښکاره کوي، ولې د بریدګر د برید مخه نه نيسی او که د برید مخه یې نه شي نیولی، ولې له بریده وروسته هغه ته فرصت ورکوي چې د پېښې له ځایه وتښتي؟ ولې خلک بې تفاوته او بې توپیره دي؟ ولې خلک بې مسوولیته دي؟ د دوی تر سترګو وړاندې انسانان وژل کېږي؛ دوی ورته راڼه راڼه ګوري؛خو غبرګون نه ښکاره کوي او بې تفاوته ولاړ دي. زموږ ملي افغاني غیرت او غرور څه شو؟ زموږ انساني او بشري احساس څه شو؟ زموږ هېوادپالنه څه شوه؟

که ملت له دغه حالته را ونه وځي او دې بې مسوولیتۍ او بې تفاوتۍ ته پای ورنه کړي؛ نو دا وژنې به همداسې دوام مومي او نور به د دوی پر برخلیک لوبې کوي. افغانان باید د غفلت له دغه درانه خوبه راپورته شي او خپل ملي افغاني غیرت بېرته راژوندي کړي.

پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته