ټولنه

په ننګرهار کې داوبو رسولو دپنځو شبکو دجوړولو کار بشپړ شوى دى .

کابل باختر د ليندي لومړى :
داوبو رسولو دپنځو شبکو دجوړولوکار نن په ننګرهار ولايت کې پاى ته ورسيد .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت داطلاعاتو مسوول حبيب بهزاد باختراژانس ته وويل چې په دغو شبکو کې داوبو دزيرمو جوړول  او دڅښاک  داوبو دڅاګانو کيندل شامل دي چې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت داوبو رسولو دملي پروګرام له لارې  دننګرهار ولايت په کوټ او سپين غر ولسواليو کې عملي شوي دي .
بهزاد زياته کړه چې دغو شبکو دڅه ناڅه دوو مليونو افغانيو په لګښت  جوړشوي دي چې دڅښاک داوبوپه برخو کې د ١٣٣٠  کورنيو ستونزې لرې شوې دي .
  ختم_ عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته