امنیت

په ننګرهار کې دمجتبي پتنګ په ملاتړ مظاهرې وشوې

کابلباخترداسد١٥
دننګرهار ولايت سلګونو تنو اوسيدونکو نن په جلال آباد ښار کې لاريون وکړ او دکورنيو چارو د وزير په تو ګه يي د جنرال مجتبي پتنګ دپايښت غوښتنه وکړه
مظاهره کوونکو مجتبي پتنګ دکورنيو چارو وزارت پست ته مناسب شخص و باله او له دولت او په تيره بيا له پارلمان څخه يي وغوښتل چى دى بيا په دغې دندې وګوماري  ،
جنرال مجتبي پتنګ په دې وروستيو وختو کې د پارلمان په ځينو غړو دتورونو  په دليل اودولسي جرګې په يوه غونډه کى د نه ګډون په دليل بي صلا حيته شو.
جمهور رييس کرزي د جنرال پتنګ دصلاحيت له  رد وروسته دپارلمان دغه پريکړه دقانون له پلوه دتوجه وړ ونه باله او دى يې د کورنيو چارو د وزارت د سرپرست په توګه وټاکه .
مظاهره کوونکو چى نن يې د يوساعت لپاره په  جلال آباد ښارکي لاريون  وکړ د جنرال پتنګ د ملاتړ په لاره کې د جمهور رييس داقدام هرکلي وکړ او په دغه مقام يې د ده   دپايښت غوښتنه و کړه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته