امنیت

په ننګرهار کې دوه تنه د انسان تښتونې په تور ونیول شول

جلال اباد / کب/ ۱۶/ بختر
دوه تنه تېره شپه د جلال اباد په ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د انسان تښتونې په څو موردو کې د لاس لرلو په تور ونیول شول د ننګرهار د پولیسو یو مقام د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دوه تنه انسان تښتوونکي هغه وخت چې نیت یی درلود دوه تنه چې پیسې یی درلودې وتښتوي وپېژندل شول او ونیول شول.
پولیس وایی چې نیول شویو کسانو په ننګرهار کې د انسان تښتونې په څو موردو اعتراف کړی دی .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته