خبرونهامنیت

په ننګرهار کې دوه تنه په داعش ډله کې د غړيتوب په تړاو ونيول شول

کابل / د مرغومي ۲۹مه / باختر
امنيتي ځواکونو دوه تنه په ننګرهار کې په داعش ډله کې د غړيتوب په اړوند ونيول.
دغه کسان تېره شپه د غني خېلو ولسوالۍ د بازار په شاوخوا کې د ځانګړو عملياتو په پایله کې ونيول شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې له نيول شويو کسانو څخه جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.
هغه وويل چې له نيول شويو کسانو څخه پوښتنې پيل شوې دي.
د داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- شکريه – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته