ټولنه

په ننګرهار کې دوه زرو کورنیو برېښنا ته لاسرسی پيدا کړ

کابل / د وري ۱۷ مه / باختر
د جنوبي کوریا او ملګرو ملتو پراختیایي ادارې په مالي ملاتړ د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ شيمل سیمه کې ۳۴۰ کیلوواټه د برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وايي چې له یادې برېښنا څخه به د دره نور ولسوالۍ په کندک، چيوال، لمټک، مجکنډول، لاګايک، ستن او بمبه کوټ کې دوه زره کورونه، ۳۱ جوماتونه، اووه ښوونځي، دوه کلينيکونه او ۲۰ فابريکې برخمنې شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته