اقتصاد

په ننګرهار کې د آکسیجن او نایتروجن د تولید دوه فابریکې جوړې شوې

جلال آباد/ دسلواغې ۲/ باختر
په ننګرهار کې د آکسیجن او نایتروجن د تولید دوه فابریکې په کار پیل وکړ .
دغه فابریکې په ۲۴ ساعتونو کې د آکسیجن او نایتروجن د دوه سوه متره مکعب تولید ظرفیت لري.
دغه راز ټاکل شوې ده ،چې ډېرژربه په ننګرهار کې د آکسیجن او نایتروجن د تولید یوه بله فابریکه جوړه شي.چې د کار په پیل سره به يې په دغه ختيځ ولایت کې د آکسیجن او نایتروجن د تولید اندازه تر درې سوه لس مترمکعب پورې زیات شي .
د آکسیجن او هایتروجن د تولید دغه دوه فابریکې د خصوصي برخې د یو میلیون ډالرو په لګښت جوړ شوی دی .او اوس په سلګونو کار ګران پکې په کار بوخت دي او ناروغانو ته د آکسیجن او نایتروجن تولید د اهمیت وړ دی په ځانګړې توګه چې اوس هم د کرونا بحران په نړۍ او افغانستان کې خلک له ګواښ سره مخ کړې دي .
د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رییس محمد حسن محسن باختر آژانس ته وویل هلې ځلې کوي چې د ننګرهارد آکسیجن او نایتروجن د تولیدولو د زیاتو فابریکو د جوړولو په برخه کې د پانګه اچونې لپاره د خصوصي برخې په تشویقولو سره تر راتلونکي یو یا دوو کلونو پورې د افغانستان په نورو برخو کې د دغو دوو مادو صادر کوونکی وي . پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته