ټولنه

په ننګرهار کې د ابو رسولو يوه شبکه جوړه شوه

– کابل / د کب ٨ مه / باختر
د اوبو رسولو د يوې شبکې په جوړېدو سره په ننګرهار کې٣٠٠ کورنيو د لومړي ځل لپاره د څښاک پاکو روغتيايي اوبو ته لاسرسۍ پيدا کړ.
د اوبو رسولو دغه شبکه د لمريزې برېښنا په واسطه اوبه د نلونو له لارې د شينوارو ولسوالۍ يوشمېر سيمو ته رسوي او د سيمې د اوسېدونکو په واک کې يې ورکوي.
د ننګرهار د کليو د بيارغاونې او پراختيا رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې د ملګرو ملتو سازمان د ماشومانو د ملاتړ او د امريکا د نړيوالې پرمختيا ادارو د دغې شبکې د جوړولو لپاره څلور نيم ميليون افغانۍ لګولې دي.
د سيمې اوسېدونکي د اوبو رسونې د دغې شبکې پر جوړولو خوشحاله دي.
ختم-ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته