ورزش

په ننګرهار کې د ازادو سياليو لوبغاړي وستایل شول

کابل / د تلې ۲۰ مه / باختر
د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې د فريفايټ (ازادو سياليو)هغه لوبغاړي چې څو ورځې وړاندې يې په خوست کې د ۱۴ ولايتونو لوبډلو په منځ کې لومړی مقام خپلی کړی و، وستايل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نور محمد حنيف له يادو ځوانانو مننه وکړه، چې ننګرهار ته يې وياړ ور وبخښه او دوی ته يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ورزش امر خان محمد کاکړ، د تکواند فدراسيون مشر محمد خالد اکبري اود فريفايټ فدراسيون مشر ګران اغا کاموال د لوبغاړو ستاينه وکړه او ورته يې لارښوونه وکړه چې په ورزشي برخه کې لا ښه فعاليت تر سره کړي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته