ټولنه

په ننګرهار کې د برېښنايي پېژند پاڼو جوړولو چارې يو ځل بيا پيل شوې

کابل / د لیندۍ ۱۴ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت وزيرانو شورا د پرېکړې او د ننګرهار والي د لارښوونې له مخې د احصايې او معلوماتو رياست يو ځل بيا په ننګرهار کې د برېښنايي پېژند پاڼو جوړولو، بيوميتريک او د تذکرو وېش چارې پيل کړې.
په جلال اباد ښار کې د برېښنايي پېژند پاڼو په مرکزونو کې عملاً د مراجعينو کارونه مخته وړل کېږي او تمه ده چې د تېر په څېر به په پراخه کچه ياده پروسه پرمخ يوړل شي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته